د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې د پاکستان پوځ په اورکزو ډبوري سیمه کې راکټي برید کې یو بېګناه کس وژلی دی.
منظور احمد پشتین وویل:«د پښتنو وینې تویول اوس د پاکستان د نشې په شان عادت جوړ شوی چې یو ساعت هم ترې نه کراریږي».
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نن ړ یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه پر خپل فیسبوک د پوښتنې په ډول لیکلي، چې د «جلندري سرود» یوازې په ناستې اورېدو باندې چې میډیا او سیاستمدارانو څومره غوسه ښکاره کړه، ایا دوی جرئت لري چې د یو پښتون په داسې بېرحمانه وژلو هم هغه ډول غوسه، خپګان، بیانونه او کورېج وکړي؟
پشتین همدراز وویل:«د دوی لپاره د اتیا زره تشلاس بېګناه پښتنو وژنه "په سخت ظلم، جبر، بېرحمۍ او بېوسۍ " هېڅ اهمیت نه لري، خو د یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه ورته تر دې ډېر زیات مهم دي.»
منظور پشتین وايي، چې اورکزیو د پیښې پرخلاف د ځايي خلکو او ولسونو سره تر دولتي ودانیو پورې تګ د عمل ملګری دی.
پشتین غوښتنه کړې، چې پښتانه باید غلي پاتې نه شي او د دې ظلم پر خلاف د خپل مظلوم ملت ترڅنګ ودریږي.
نوموړی زیاتوي:«که نور څه نه وي، نو لږ تر لږه د سوشل میډیا له لارې د دې وحشي پېښو پر ضد غږ ضرور پورته کړئ؛ ترڅو د پښتنو په وحشت سره تویې شوې بېګناه وینې په تورو تیارو کې ورکې نه شي.»
منظور پشتین له پښتنو غوښتنه کړې، چې د دې پېښو پر ضد لیکل وکړي.

