د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د خیبر پښتونخوا اقتصادي اړیکې له افغانستان سره تړلې او د پاکستان حکومت او افغانستان باید ستونزې له ډیپلوماتیکو لارې اوارې کړي.
اسد قیصر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې وویل، چې پښتانه له افغانستان پرته ژوند نه شي کولای، ځکه ټول اقتصاد یې په افغانستان او منځنۍ اسیا پورې تړلی دی.
اسد قیصر وویل، چې طالبان هم باید د پاکستان ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د افغانستان لپاره هم له پاکستان پرته اقتصادي مسایل پرمخ وړل اسانه نه دي.
قیصر وايي، چې سوداګریزې لارې باید پرانېستل شي او دواړه هېوادونه باید له زغم نه کار واخلي.
هغه وویل، چې د پاکستان نړیواله سوداګري د کراچۍ بندر له لارې کیږي نو د پېښور صنعت به څنګه وده کوي او څه ډول به د لاهور او کراچۍ سره سیالي کوي.
نوموړي وویل، چې افغانستان او پاکستان باید له ګواښونو ډډه وکړي.

