د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پېښور امن جرګه کې وویل، چې دوی تل د سولې خبره کوي، خو پر ځینو خلکو بده لګیږي.
نوموړي وویل، چې له افغانستان سره په خبرو کې باید د پښتونخوا خلکو ته ونډه ورکړل شي ځکه د خیبر پښتونخوا، دین ژبه ، کلتور، ارزښتونه هرڅه له افغانستان سره ګډ دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د امن جرګې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د ترهګرۍ پای ته رسولو لپاره باید د پردې ترشا پرېکړې عام محضر ته راوړل شي او نور خلک هم پکې ښکیل شي.
سهیل اپریدی وايي، چې له خیبر پښتونخوا سره د مور او میرې سلوک کیږي.
هغه زیاته کړه، چې د خیبر پښتونخوا، دین ژبه ، کلتور، ارزښتونه هرڅه له افغانستان سره ګډ دي او که د خیبر پښتونخوا مشران په خبرو کې شریک شي، ښې نتیجې درلودای شي او داسې نه ده، چې دوی بله خوا نیسي.
نوموړي وویل، چې د سیمې ګټې، د کرښې ستونزو عملي حل لارې او د قبایلي ټولنې اندېښنې یوازې هغه وخت ښې منعکسې کېدای شي چې سیمهییز استازي په خبرو کې حاضر وي.

