د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ جنګیالي وژلي دي.
دغه عملیات د دېره اسماعیل خان په کلاچي او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمو کې شوي. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر نن سې شنبه ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عملیات په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د بنو کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال لس تنه او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۵ ته وسله وال وژل شوي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې د وژل شو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.

