د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌ای‌اې) په پېښور کې پنځه افغان وګړي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو ترلاسه کولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا؛ دغه کسانو غوښتل، چې په جعلي اسنادو د سعودي عربستان کاري ویزې ترلاسه کړي.

د اېف‌ای‌اې ادارې د ویاند په وینا؛ د انساني قاچاقو ضد ځانګړو کارکوونکو د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال پنځه تنه هغه افغانان نیولي، چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي وو.

نیول شویو کسانو کې علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزه شامل دي. د فډرالي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په ناقانونه ډول پاکستان ته داخل شوي وو او وروسته یې له ناقانونه لارې د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

چارواکي زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه د افغانستان اسنادو ترڅنګ جعلي پاکستاني شناختي کارټونه هم ترلاسه شوي دي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی غوښتل د همدغه پاکستاني اسنادو پر مټ د سعودي عربستان کاري ویزې تر لاسه کړي.

چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو قضیه ثبت شوې او اوس ترې رسمي څېړنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو