د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه

۷ ورځې مخکې

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر جنید اکبر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو د پاکستاني طالبانو په بېرته راګرځېدو کې لاس نه درلود، بلکې د پوځ او استخباراتو د مشرانو له خوا ورسره همکاري کېده.

جنید اکبر زیاته کړه:« د هغه وخت د پوځ او استخباراتو مشرانو موږ ته ویل، چې باید بېرته طالبان راولو، ځکه د افغانستان حکومت دا وړتیا نه لري چې د دوی خلاف ګامونه واخلي. موږ ته ویل کېدل، چې د دوی کورنیو ته امتیازات ورکوو. هغه وخت ټولو سیاسي ګوندونو په دې اړه نیوکه لرله.»

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و او هغه مهال کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د رییس سفر ډیر غبرګونونه را وپارول.

د امن جرګې دغه ناسته په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ترینګلې شوي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او پاکستان کې بریدونه هم زیات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو