محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نه‌دي.

نوموړی له قبایلي مشرانو غوښتي چې له حکومته ملاتړ وکړي ځکه، د ده په خبره، دولت په ترهګرۍ کې هېڅ ډول معامله نه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان واڼا ته سفر کړی او هلته یې د څو ورځې وړاندې پر کیډیټ کالج د شوي ډله‌ییز برید تر پېښې وروسته له قومي مشرانو سره کتلي دي.

نقوي د غونډې پر مهال ویلي چې د پاکستان اقتصاد د سمېدو پر لور روان دی او له نړۍوالو شریکانو سره د هېواد اړیکې هم ښه روانې دي. هغه ټینګار کړی چې ټول وضعیت مثبت لوري ته روان دی، خو ستونزه یوازې «هغه خلک دي چې له ډېورنډ کرښې هغې خوا راځي».

د ده په وینا:«په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره هم له ډيورنډ کرښې هغې غاړې کسان راغلي وو، زموږ ځایي خلک په دې بریدونو کې نه استعمالېږي، له هغه ځایه لېږل شوي کسان دلته بریدونه کوي».
نقوي زیاته کړې چې په سیمه کې هېڅ‌کله داسې نه‌دي شوي چې ځایي خلک دې دې په بریدونو کې ښکېل وي. هغه وايي، که څه هم د حکومت او خلکو ترمنځ ځینې وختونه ناخوالي وي، خو دا «مناسبه خبره نه ده چې خلک د حکومت پر ضد ودریږي».

نوموړي زیاته کړه چې پوځ او دولت د ترهګرۍ پر وړاندې ښکاره دریځ لري:«فیلډ مارشل په ښکاره ویلي چې د ترهګرۍ په اړه معامله نه کوو، نو موږ ستاسو ملاتړ غواړو».

محسن نقوي له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت تر څنګ ودرېږي، څو د سیمې امن بېرته ټينګ شي او د ورته بریدونو مخنیوی وشي.

نور خبرونه

رادیو