پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې د «ټيټيپي» ۵ غړي وژلي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) د یادې درې په میريخېلو سیمه کې شوي دي.
راپور کې راغلي، چې وژل شويو کسانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوه سیمهییز قوماندان ابو ذر په مشرۍ فعالیتونه کول او دوه تنه پهکې افغانان دي. راپور زیاتوي، د ټيټيپي دغه وژل شوي افغان جنګیالي «احسان بدري، صبایب لیزري» نومېږي. همدا راز زیاته شوې، چې د دغه دواړو وسلهوالو مړي ننګرهار ته لېږدول شوي او د جنازو مراسم یې هلته ترسره شوي دي.
یاد عملیات داسې مهال کېږي، چې اسلاماباد پر کابل واکمن طالبان تورنوي چې د «ټيټيپي» جنګیالیو ته یې خپله خاور کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او پاکستان کې روانه نا امنۍ د یاد هېواد داخلي کمزوري بولي.
د «ټيټيپي» پر سر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم سختې کړکېچنې شوې او پر یو بل یې ډیورنډ کرښه کې دروازې هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي. دواړه لوریو څو اونۍ وړاندې په قطر او ترکیې کې تر جګړو وروسته اوربند هم وکړ؛ خو د مسایلو په تړاو یې ترمنځ درې پړاوه مذاکرات په پرلهپسې توګه ناکام شول.
دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې د مسایلو حل ته غاړه نه ږدي او د خبرو په ګډوډیو یې یو بل تورن کړي دي.

