د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر پښتونخوا له امن جرګې وروسته د پښتون ژرغونې غورځنګ د غړو د نیول کېدو او تري تم کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د میلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.
سهیل اپریدي نن د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۲۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د پېښور په امن جرګه کې ټول ګډون کوونکي د جرګې میلمانه وو او هر چا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي تښتولي هغه د پښتنو د امن دښمنان دي.
نوموړي زیاته کړه:«هر چا چې دا کار کړی وي، هغوی زموږ د پښتنو روایات مات کړي دي، چا چې دا کار کړی وي هغه زموږ د پښتون قوم د امن دښمن دی، چا چې دا کار کړی وي، هغوی نه غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت راشي.»
نوموړي خبرداری ورکړی او وايي، چې که په دغه ډول د خیبر پښتونخوا د پښتنو او قبایلو روایات ماتول دوام وکړي، نو پر وړاندې به یې کلک غبرګون وښودل شي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا لباره د وخت نه ورکولو له امله له جرګې سره پرېکون وکړ او د اعتراض په ډول یې جرګه پرېښوده.
بل خوا د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د یاد غورځنګ له هغو غړو سره، چې جرګه یې د اعتراض په ډول پریښې وه، هر ډول اړیکه قطع ده او تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

