په کابل کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې نمانځنه وشوه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله.

دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.

په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.

ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې له‌خوا ویل کېږي.

ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.

نور خبرونه

رادیو