د لومړي ځل لپاره، یوه ښځه د انګلستان د کلیسا مشره ټاکل شوې ده

۲ ساعتونه مخکې

د بریټانوي رسنیو د راپورونو له‌ مخې، د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د «کانتربري ستره مذهبي مشره» ټاکل شوې ده. د «کانتربري انګلیکن کلیسا د مشرۍ څوکۍ» د بریټانیا د رسمي کلیسا تر ټولو لوړ روحاني مقام بلل کېږي.

د راپور له‌مخې، «سارا مولالي» د بریټانیا د کلیسا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د دغې کلیسا مشرۍ ته منصوبه شوې ده. مولالي به همداراز په ټوله نړۍ کې د انګلېکن، شاوخوا ۸۵ میلیوني ټولنې د تشریفاتو مشري هم وکړي.

په یادې کلیسا کې ۱۱ کاله مخکې اصلاحات رامنځته شول او ورسره د دغې کلیسا مشرۍ ته د ښځو د رسېدو زمینه برابره شوه.

مولالي د ۱۰۶م «کانتربري سترې مذهبي مشرې» په توګه له غوره کېدو وروسته د بریټانیا د خلکو په عمومي ژوند کې د یوې مشرې حیثیت غوره کړ، او تر دې مخکې دغه مشري نارینه و کاوه.

۶۳کلنه مولالي یوه له پخوانیو نرسانو ده او د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسیزه کې یې د بریټانیا د نرسانو د لوړ پوړې مدیرې په توګه کار کاوه. هغې تل په کلیساو کې د پرانېستي او راڼه کلتور په رامنځته کولو سره چې ورسره د نظر بېلوالي امکان ته هم زمینه برابروي، ملاتړ کړی دی.

هغې یو ځلي له یوې مجلې سره په مرکه کې ویلي و، «د نرس او کشیش په دندو کې ډېر ورته والی شته، دوی د خلکو د ژوند په تر ټولو سخت وضعیت کې له هغو سره وي.»

د بریټانیا کلیسا له تېر نومبر راهیسې، هغه وخت چې جاسټین ولبي د ماشومانو د ځورونې د پټولو د رسوايۍ له امله استعفا ورکړه، بې‌مشرتابه پاتې وه.

نور خبرونه

رادیو