نړۍوال بانک وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی

۱ ساعت مخکې

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي راتلونکی له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی.

نړۍوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې د بهرنیو مرستو کموالی، د اقلیمي بدلون ناببره څپو، په لوی شمېر کې د کډوالو ستنېدنه او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پیکه‌والی هغه لوی لاملونه یاد کړي چې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز کړی دی.

په راپور کې د افغانستان په ختیځو او په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې وروستۍ ویجاړونکې اوخونړۍ زلزلې ته په اشارې سره ویل شوي، چې یادې زلزلې او په کم ساري ډول د کډوالو راتګ د افغانستان پر ماتېدونکي اقتصاد بد اغېز لرلای دی.

په راپور کې راغلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ترینګلتیا هم د افغانستان پر مالي ثبات بې اغېزې نه‌دی. په راپور کې که څه هم کوم ځانګړي هېواد ته اشاره نه‌ده شوې؛ خو په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي، چې له ستونزو سره، سره بیا هم په ځینو برخو کې لږ پرمختګونه شوي دي. راپور د افغانیو ثبات، د عوایدو پرتله د طالبانو د حکومت د لګښتونو کمښت او د طالبانو له لوري د مالیاتو راټولونه هغه موارد یادوي، چې نسبي پرمختګ په‌کې شوی دی.

په ټوله کې نړۍوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې شته عیني واقعیتونو ته په کتو د افغانستان اقتصادي وضعیت له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دی او د دغه ننګونو له کبله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

نور خبرونه

رادیو