د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر او شاعر عبدالغفور لېوال د طالبانو د مشاعرو تنظیم قانون په تړاو چې ورسره شاعران د شعر لیکلو په برخه کې محدود شوي، وايي: «په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) په خپله اېکس پاڼه کې په تلویحي توګه طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «امریکا او پاکستان یې واکمن د ښځو پر عکسونو او پر شاعرۍ بندیزلګولو بوخت کړي.»
نوموړي زیاته کړې، چې «ښکېلاک تل له وسلې سره نه راځي، په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»
لېوال د طالبانو هغې پرېکړې ته چې له مخې یې په تذکره کې د ښځینه و د عکس لګول ناروا بللي په اشارې سره وايي: «ولس وږی دی، وزګار دی، بې آبه دی، بې ښوونځي او بې پوهنې دی. افغانانې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.»
طالبانو د مشاعرو د تنظیم په قانون کې شاعران له عاشقانه شعر لیکلو او ویلو او همداراز د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو په جدي توګه منع کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
د طالبانو دغې پرېکړې تر دې مخکې هم ګڼ غبرګونونه راپارولي وو او لېوال هم د خپلې لیکنې په پای کې ویلي، «ګورئ، چې لا نور به څه ووینئ.»