د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنباییوا د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی. طالبان وايي، نوموړې د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه کړې او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.
د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا نن چهار شنبه د (وږي ۵مه) په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، اوتنباییوا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې د فرهنګي میراثونو ترڅنګ د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه وکړه او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.
خبرپاڼه زیاتوي، اوتنباییوا زیاته کړه چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سترې پانګې دي او نړیوال بنسټونه، په ځانګړي ډول یونسکو به یې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
یاده دې وي چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیان د بودا تاریخي مجسمې ونړولې او ګڼ شمېر لرغوني اثار یې زیانمن کړل، خو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې ژمنه کړې چې د افغانستان فرهنګي میراثونه به خوندي کړي او د غیرقانوني کیندنو مخه به نیسي.