د نورستاني-پاروني ژبې لپاره په رسمي ډول الفبا توري وټاکل شول

۱ ساعت مخکې

د نورستاني-پاروني ژبې لپاره د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري په رسمي ډول الفبا توري وټاکل شول، چې د خوښۍ په پار یې د جمعې په ورځ د مرکز پارون اړوند په«پرونس»کلي کې یوه غونډه هم جوړه شوه.

د غونډې وینا والو د هیواد د بېلابېلو ژبو موجودیت د دې وطن ښکلا او بډاینه وبلله.

په دې غونډه کې د پشکي شورا رييس نعمت الله شهراني د خپلې ژبې پر ارزښت له وینا سربېره له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په دې برخه کې یې هلې ځلې کړې دي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر فضل الحق خالقيار وويل، ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د هر قوم د هويت، تاريخ، احساساتو او فکرونو استازيتوب کوي او په وینا یې«ملتونه هغه وخت له منځه ځي چې خپله ژبه او کلتور پريږدي.»

هغه زياته کړه، «د ژبو د ارزښتونو د ساتلو لپاره يوازې د نورو هڅو ته په تمه پاتې نشو بلکې هر يو د خپل وس مطابق باید هڅه وکړو.»

په دې غونډه کې د پارون ولسونو په استازیتوب عبدالرحمن رحماني، او حافظ سلطان غازي په خپلو خبرو کې وويل دا زموږ لپاره د وياړ ځای دی چې د پاروني ژبې الفبا توري په رسمي ډول جوړ شول او په وینا یې په دې برخه کې بايد لا نور کار وشي څو د نورو ژبو په شان قاموسونه او د لغاتونو ذخیرې رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو