د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د «لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د ژبني اصلاح» کمېسیون د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه زیاتې تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ سمې کړې دي.
یاد وزارت د سهشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشراتو د چارو معینیت یو پلاوي د کابل د کمپنۍ سیمې چې طالبان یې «د مسجدالاقصی ساحه» بولي د لوحو او اعلانونو له ځایونو لیدنه کړې او د هټۍوالو او د لوحو مالکانو ته یې د هېواد په ملي ژبو بدیلې طرحې وړاندې کړې دي.
طالبانو د اصلاح شویو لوحو د ژبنیو بدلونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د کلتوري چارو رییس او د یاد کمېسیون غړي قاري ولي ګل جواد ویلي، چې دا اقدام د لوحو د تنظیم، د ملي ژبو د ساتنې او د فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.
خو یو شمېر شنونکي وایي، دا ډول اقدامات د کلتوري اصلاحاتو تر نوم لاندې د طالبانو لهخوا د عامه فضا د کنټرول او د ښاري تنوع د محدودولو هڅه ده.
په تېرو کلونو کې طالبانو څو ځله پر هټۍوالو او تبلیغاتي شرکتونو غږ کړی، چې خپلې لوحې د دوی له «کلتوري معیارونو» سره سمې کړي، دا هغه کار دی چې منتقدان یې د بیان د ازادۍ د کمېدو او د نورو ژبو د کارونې د محدودېدو هڅه بولي.

