د غزني په زوړ ښار کې د مسلمانانو لومړنی تاریخي جومات چې د «باباجي» جومات په نوم یادېږي، له بیارغونې وروسته د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال عتیق الله عزیزي له خوا پرانېستل شو.
عتیق الله عزیزي د دغه جومات د پرانېستې په مراسمو کې وویل، د «باباجي» تاریخي جومات د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان «رضي الله عنه» د خلافت پر مهال د غزني په زاړه ښار کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی و.
د عزیزي په وینا، د باباجي تاریخي جومات د ړنګېدو له جدي ګواښ سره مخ و، خو د وزارت د رهبرۍ په هڅو او د اغا خان کلتوري بنسټ په همکارۍ د تاریخي سبک او هنري جوړښت په ساتلو سره بېرته ورغول شو.
د اغا خان کلتوري بنسټ مسوول فضل کریم احمدي هم په دې مراسمو کې وویل، دغه جومات د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۱۴ میاشتو کې بیا رغول شوی دی.
له دې سره سم، د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس حمیدالله نثار بیا ادعا وکړه، چې د غزني ۳۲ تاریخي آبدې په ۲۰۱۳ کال کې د جمهوري نظام پر مهال په غېر مسلکي ډول بیارغول شوي او په دې برخه کې یې د وزارت د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.