د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ اړوند تیراه دره کې د اپریدو قومي مخورو د یوې پرېکړې له مخې؛ د هغه دوه ځوانانو کورونه سوځولي، چې څه موده وړاندې یې د ځايي نجونو ویډیوګانې تر ثبت وروسته په خواله رسنیو خپرې کړې وې.
افغانستان انټرنشنل ته ځايي سرچینو ویلي، چې دغو دوو ځوانانو نږدې ۲میاشتې وړاندې د سیمې د دوو نجونو ویډیوګانې ثبت کړې وې او بیا د افریدو جرګې د دغه مسالې په تړاو جرګه رابللې وه.
د جرګې د پرېکړې له مخې کورونه سوځول شوي او تر اوسه ایالتي حکومت په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د سیمې اوسېدونکو زیاته کړې، چې دغه کړنه د «غیرت او دود» په نوم ترسره شوې ده.