د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي چې ددغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې یوه لرغونې سمڅه موندل شوې، چې پنځه پیړۍ تاريخي مخینه لري.
له دې سمڅې څخه د خټینو لوښیو او د ډبرینو ډېوه لوښیو ټوټې موندل شوې دي.
د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن دوشنبه ، د تلې ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ریاست د کلتور امر په مشرۍ یو پلاوي خاش ولسوالۍ ته سفر کړی.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا سمڅه د کجاګردن په سیمه کې هغه وخت کشف شوه چې ځایي اوسیدونکو د بیارغونې او ودانیزو چارو لپاره د خاورې کارولو لپاره یو غونډۍ کیندله.
د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا سمڅه له اسلام څخه مخکې دورې او ښايي د زردشت دورې پورې اړه لري.
یاد ریاست دا موضوع اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست ته راپور کړې ده چې یو مسلکي ټیم، د عصري وسایلو په کارولو سره د دې سمڅې عمر او تاریخي ځانګړتیاوې په دقت سره وڅیړي او د هیواد د لرغونو ځایونو په نوملړ کې یې ثبت کړي.