نصیر احمد فایق: طالبانو ثابته کړې چې د افغانستان د تاریخي حافظې دوښمنان دي

۲ ورځې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون په انګړ کې د دري ژبې شاعر او لیکوال خلیل‌الله خلیلي د قبر ویجاړول وغندل او زیاته یې کړه، چې طالبانو په دې ډول کړنو سره ثابته کړې، چې د افغانستان د تاریخي حافظې اصلي دوښمنان دي.

طالبانو د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) د کابل پوهنتون په انګړ کې د دري ژبې شاعر او لیکوال خلیل‌الله خلیلي قبر ویجاړ کړ. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د شنبې ورځې ناوخته (د لړم ۳مه) په خپله اېکس پاڼه کې د طالبانو دغه اقدام د افغانستان د قومي تنوع، تمدن، کلتور او هویت پر وړاندې د دغې ډلې د دوښمنۍ څرګندونه بللې ده.

نصیر احمد فایق د طالبانو دغه چاره تصادفي نه بولي او زیاتوي: «طالبانو د بامیان له بودا نیولې بیا د استاد خلیلي تر مقبرې، دا ثابته کړې چې د ملي ارزښتونو، کلتور او د افغانستان د تاریخي حافظې اصلي دوښمنان دي.»

د فایق په باور، د طالبانو دغه ډول کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې «طالب» او «طالبانیزم» په افغانستان کې ملي او ولسي رېښې نه‌لري او دغه ډله پر افغانانو تپل شوې ده.

خلیل‌الله خلیلي یو له نومتو شاعرانو او لیکوالانو و، چې د ۱۳۶۶ کال په پسرلي کې د پاکستان په اسلام‌اباد کې وفات شو او ۱۳۹۱ کال کې یې جسد له پاکستان څخه کابل ته راولېږدول شو او د هغه وخت د وزیرانو شورا د پرېکړې له‌مخې، د کابل پوهنتون په انګړ کې د سید جمال الدین افغان مقبرې ته نږدې ښخ شو.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه وضاحت نه دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو