



د دوغارون ازادې اقتصادي سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوريزاده د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست عليرضا بېکدل سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، له افغانستان سره د سوداګرۍ په اسانتیا او د دوغارون ازادې سیمې له لارې د تبادلې په پراختیا ټینګار وکړ.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لړم ۲۶مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي پر پاکستان د خپلې اقتصادي تکیې کمولو وروسته ځان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سوداګریزه برخه کې نږدې کړي. راپور وایي، طالبان غواړي په بشپړه توګه له پاکستان سره د افغانستان سوداګریز تړاو ختم کړي.
د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله پر اسلاماباد فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او هیله لري چې دغه فشارونه به «ګټوره پایله» ولري. ورته مهال د دواړو غاړو سوداګر وایي، چې د لارو بندښت زرګونه کارګر بېروزګاره کړي دي.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې شته ځمکې په اجاره ورکول کېږي. هغه وویل، د یادو ځمکو د وېش په تړاو تر اوسه پرېکړه نهده شوې.
د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی، چې سبا دوشنبه به په کابل کې د «امام ابوحنیفه» تر نوم لاندې څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي.
د سیاسي ګوندونو او تشکیلاتو په چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین اهي ویلي، چې پولې د یو ټولنیز، اقتصادي او ډیپلوماټیک فرصت په توګه ګڼي او ایران هڅه کوي له افغانستان او پاکستان سره ګډ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.
طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي، چې د وږي میاشتې په پرتله ۴۵،۱ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی، خو په وارداتو کې بیا ۶۴،۲ میلونه ډالر کمښت راغلی.
د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خوله ایران سره زياته شوې ده. د اړیکو له ترینګلیدو مخکې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت یو له مهمو لارو و.
د اریانا افغان هوايي شرکت د طالبانو د اقتصادي مرستیال د پرېکړې پر بنسټ له یکشنبې څخه د ډیلي سکټور لپاره د کارګو له لارې تر ټولو ټيټې بیې عملي کوي. دوی ویلي، یو کیلو سوداګریر صادراتي توکي په یو امریکايي ډالره او یو کیلو وارداتي سوداګريز توکي په ۸۰ سنټه لېږدوي.
د پاکستان او طالبانو تر منځ له مخامخ وسلهوالې جګړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ لفظي ناندریو زور اخیستی او یو بل په یوه ډول نه په یوه ډول ګواښي. تازه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ویلي، له افغانستان څخه هر ډول یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.
د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پرې کولو له پریکړې وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته سفر کړې. عزیزي په هیرمند کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، او له چابهار بندر څخه به هم لیدنه وکړي.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک نړوال فورم په څنډه کې یې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مسولینو سره د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو، چین ته د توکولو د لېږد رالېږد او د افغان ـ ټرانس پروژې د تخنییکي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کړي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی د درملو ټولنې له مسوولینو سره له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث کړی دی.طالبانو ویلي، افغانستان ته د درملو د وارداتو د بدیلو لارو موندلو لپاره به یو میکانیزم جوړ کړي.