تېره میاشت له افغانستان نه د څه باندې ۲۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

۳ ورځې مخکې

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي، چې د وږي میاشتې په پرتله ۴۵،۱ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی، خو په وارداتو کې بیا ۶۴،۲ میلونه ډالر کمښت راغلی.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په وږي‌ میاشت کې له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته د ۲۲۹،۸ میلیون ډالرو په ارزښت او د تلې په میاشت کې د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تله میاشت کې د وږي میاشتې په پرتله له افغانستان نه صادراتو کې ۴۵،۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

پر همدغه مهال یادې ادارې ویلي، چې په تلې میاشت کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۱۶۸،۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې د وږي میاشتې په پرتله په وارداتو کې ۶۴،۲ میلیونه ډالر کمښت راغلی دی.

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو