د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په موخه د یوه خصوصي لابراتوار په پرانېست غونډه کې له پانګهوالو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره لابراتوارونه جوړ کړي.
ملا عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په کندهار کې د دوو میلیونو ډالرو په لګښت د «کندا وزیرزي» تر نامه لاندې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو لپاره یو خصوصی لابراتوار پرانیست.
نوموړي د دغه لابراتوار فعالیت د هېواد د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه: «د معیاري لابراتواري خدماتو نشتون له ډېر پخوا راهیسې د دې لامل شوی، چې د محصولاتو کیفیت او تولیدات راټیټ شي او د هېواد بزګران له تاوان سره مخ کړي. زه هیله لرم چې دغه خدماتي مرکز به په دې برخه کې شته اړتیاوې تر یوه حده پوره او د هېواد صادرات به ورسره معیاري شي.»
نوموړي له سوداګرو وغوشتل، چې خپل فعالیتونه د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
په کندهار کې سوداګرو پر بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
سوداګرو تر دې وړاندې اندېښنه لرله، چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د معیاري ازموینې او تصدیق لابراتوارونو نشتون د هېواد د کرنیز سکتور لپاره جدي ستونزې راولاړوي.
که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېر صادرات یې له کرنیزو توکو لکه وچو مېوو، زعفرانو، سبزیجاتو او نباتي توکو سره تړلې دي، خو د نړۍوالو معیارونو پر اساس د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو کمښت د دې سکتور د پراختیا بهیر ټکنی کړی دی.

