په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي وایي، تهران د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چېنل د جوړېدو، د لګښتونو د راکمېدو او د ټرانزیټي همکاریو د پراخېدو لپاره عملي ګامونو ته اړتیا ده.
ښاغلي بېکدلي په کابل کې د ابوحنیفه نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې تهران به د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د حکومت او افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.
هغه زیاته کړه، چې د ایران د پوهنې، ټېکنالوژۍ، صنعت، کرنې، لوژستیک او ټرانزیټ پراخ ظرفیتونه د افغانانو په خدمت کې دي. د بېکدلي په وینا؛ د ایران مهم بندرونه لکه عباس او چابهار، رېلپټلۍ، ځمکنۍ لارې او پولې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو لپاره کارول کېږي.
دغه ایراني ډیپلومات وویل، چې سږ کال د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د تېر کال پرتله ۵ برابره توکي لېږدول شوي او دا لومړی ځل دی چې د ایران ټرانزیتي تېل د یادې پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېږي.
هغه د ایران له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د افغانستان په نوې اقتصادي فضا کې پانګونه او فعالیت وکړي. د هغه په خبره؛ د ایران سفارت او سوداګریزې ادارې به په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د یوه رسمي بانکي کانال د جوړېدو، د اسعارو د لېږد د لګښتونو د کمېدو، د سوداګرۍ د ترجیحي هوکړو، د نویو بندیزونو د نه لګولو، د پولې د بازارونو د پراختیا او د ګمرکي اسانتیاوو په برخه کې نوي ګامونه واخلي.
د بېکدلي په وینا؛ د کانونو، ودانیزو چارو، صنعت او کرنې په برخه کې ځانګړې ګډې همکارۍ ممکنې دي او د ایران د سوداګرۍ، کانونو او کرنې ټولنه د دغه همکاریو پراختیا ته چمتو ده.
په یاد نندارتون کې نږدې ۴۰ایراني شرکتونو هم ګډون کړی او د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې ډېر ژر به دوه ایراني لوړپوړي سوداګریز پلاوي کابل ته سفر وکړي.

