د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمی سفر ځي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ځي.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، چې نورالدین عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د توکو پر انتقال خبرې وکړي.

د طالبانو اړوند امید راډیو خبر ورکړی، چې ددې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ، د لړم پر۲۸مه هند ته په یوه رسمي سفر ځي.

یادې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې « د صنعت او سوداګرۍ وزیر به له هندي چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو او د توکو د لېږد رالېږد په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي».

دا به نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته د دې ډلې د جګپوړو چارواکو دویم سفر وي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تورخم، چمن، خرلاچي، غلام خان او انګور اډې لویو لارو له بندېدو وروسته اعلان وکړ، چې له پاکستان سره له تضمین ورکولو پرته نوره سوداګریزه راکړه ورکړه نه کوي.

د برادر له اعلان وروسته د طالبانو چارواکو د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د متبادلو لارو پر پرانېستلو او پیاوړتیا خبرې اترې پیل کړې دي.

له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر چارواکو ایران، تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.

د چارو شنونکي په دې باور دي، چې له سوداګرۍ سره د پاکستان سیاسی چلند طالبان دې ته اړ اېستي، چې پر اسلام اباد خپله اتکاء کمه کړي او نورې متبادلې لارې چارې وګوري، خو د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په وچه د ایسارو هېوادونو لپاره د نورو هېوادونو له لارو او بندرو ګټه اخېستل امتیاز نه دی بلکې دا حق دی او طالبان باید افغان سوداګر له دې حق نه بې برخې نه کړي.

نور خبرونه

رادیو