د لارو بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان کلنۍ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته را ټیټه شوې

۲ ورځې مخکې

د پاکستان-افغانستان ګډ سوداګریز اتاق رییس جنید مکدا د پاکستان سوداګرۍ وزارت او د فدرالي عوایدو بورډ نه د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو په برخه کې د حکومت د سملاسي مداخلې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې کلنۍ ۵ میلیارد ډالره سوداګري اوس یو میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې.

جنید مکدا ویلي زرګونه کانتینر، چې دوه اړخیز، ټرانزیتي او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو مالونه لېږدوي، په پاکستان کې بند پاتې دي. په دې کې د افغانستان، ازبکستان او نورو هېوادونو توکي شامل دي.

د نوموړي په وینا، دغه اوږد مهاله بندیز سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته جدي مالي زیانونه اړولي، چې ډېری یې پاکستاني وګړي دي او اوس د هر کانتینر لپاره ورځني بندر فیسونه او د ځنډ پیسې د ۱۵۰-۲۰۰ ډالرو په اندازه اخېستل کیږي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه او ټرانزیتي سوداګري په کال کې د ۵ میلیاردو ډالرو ظرفیت لري، چې د پاکستان اقتصاد مستقیم حمایه کوي او د هیواد سیمه‌ییز موقعیت پیاوړی کوي، خو د مکرر ګډوډیو او اوسنيو سرحدي بندیزونو له امله، دا سوداګري اوس له یو میلیارد ډالرو کمه شوې، چې د ملي عوایدو او اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره جدي پایلې لري.

مکدا زیاته کړه چې دوی پاکستان ملي امنیتي لومړیتوبونو ته بشپړ احترام لري، خو په ورته وخت کې د لارو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

په لیک کې همدارنګه ویل شوي چې د لارو د بندېدو له امله د صادراتو عملیات درېدلي، د عرضې سلسلې ماتې شوې او د ټرانسپورټرانو، کارګرو او کارکوونکو ترمنځ بې‌کاري ډېره شوې ده.

هغه وړاندیز کړی، چې ټولې لارې پرانېستل شي او د افغان تجارتي مالونو موټرو ته د تګ لومړیتوب ورکړل شي.

هغه دغه راز د فیسونو د سل سلنه معافیت غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو