د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پرې کولو له پریکړې وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته سفر کړې.
عزیزي په هیرمند کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، او له چابهار بندر څخه به هم لیدنه وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر لخوا په پوله کې هرکلی وشو.
د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر ایسنا ته وویل:«د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په سیمه کې د دوامداره پرمختګ او امنیت بنسټ ایښودلی دی.»
هغه زیاته کړه، چې د ګډو کلتوري، مذهبي او ژبني ظرفیتونو څخه ګټه پورته کول کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.
دا سفر وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان بندرونو او بازارونو پرځای دې بدیلې لارې ولټوي.
هغه له پاکستان څخه د درملو د واردولو د بندولو امر وکړ.
له ایران سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې په کال کې شاوخوا څلور ملیارد ډالرو ته رسیږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو پرې کول کولی شي دا حجم نور هم زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوې دي او د لارو د بیا پرانیستلو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو درک نه لکیږي.

