د سیاسي ګوندونو او تشکیلاتو په چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین اهي ویلي، چې پولې د یو ټولنیز، اقتصادي او ډیپلوماټیک فرصت په توګه ګڼي او ایران هڅه کوي له افغانستان او پاکستان سره ګډ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.
د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین اهي د یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه، په سیستان او بلوچستان کې د سوداګریزو اتحادیو په یوه غونډه کې ویلي:« پوله ګواښ نه بلکې، یو فرصت دی او ایران هڅه کوي، چې له افغانستان او پاکستان سره یو ګډ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.»
نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې له امله ټولې لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
په ورته مهال تېره ورځ طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی د سوداګرۍ لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې ایران ته استولی دی.

