طالبان: د ازبکستان په نړیوال فورم کې مو د هرات ـ کندهار اوسپنې پټلۍ رغولو په اړه خبرې وکړې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک نړوال فورم په څنډه کې یې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مسولینو سره د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو، چین ته د توکولو د لېږد رالېږد او د افغان ـ ټرانس پروژې د تخنییکي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترانسپورټ او لوجستیک نړیوال فورم د ازبکستان په کوربه توب په تاشکند ښار کې د درېیو ورځو لپاره ترسره شو او په یاد فورم او نندارتون کې د یادې ډلې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي ګډون کړی و.

طالبانو ویلي، چې یاد پلاوي د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک فورم په څنډه کې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له مرستیالانو او د افغان ـ ټرانس په پروژه کې د شاملو هېوادونو له استازو سره لیدنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې په یادو لیدنو کې د هرات ـ کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو ترڅنګ د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې چین ته د توکو د لېږد او رالېږد په بیو کې د تخفیف، د افغان ـ ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د اسانتیاو برابرولو، تخفیفونو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په یادو لېدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، ټرانسپورټي زیربناوو رغولو او د اوسپنې پټلې له لارې د انتقالاتو زیاتولو باندې هم ټینګار شوی دی.

نور خبرونه

رادیو