ایرانی چارواکی وایي، د ایران–افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوي پلانونه لري

۲ ورځې مخکې

د دوغارون ازادې اقتصادي سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوري‌زاده د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست علي‌رضا بېکدل سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، له افغانستان سره د سوداګرۍ په اسانتیا او د دوغارون ازادې سیمې له لارې د تبادلې په پراختیا ټینګار وکړ.

نوري‌زاده دوغارون د ایران له مهمو اقتصادي بندرونو څخه وباله او زیاته یې کړه، چې د سرحدي زېربناوو پیاوړتیا، د سوداګریزو بهیرونو اسانتیا او د ګډو پانګونو رامنځته کول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لا لوړه کړي.

بېکدلي د یادې سیمې له پراختیايي پلانونو هرکلی وکړ او په ځانګړې توګه یې د هغو اقداماتو په برخه کې چې د دواړو هېوادونو سوداګریز فعالیتونه پیاوړي کوي؛ د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د دوغارون ازادې سیمې د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې حسن نوري‌زاده د کابل د ابوحنېفه نړۍوال نندارتون په څنډه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د خونې په ګډه ناسته کې هم ګډون کړی دی.

په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي ظرفیتونو ارزونه وشوه او پر دې ټینګار وشو، چې د سوداګرۍ په بهیر کې د خنډونو کمول، د تګ راتګ اسانه کول او د پانګونې فرصتونو پراخول؛ باید د دواړو حکومتونو لومړیتوب وي.

نور خبرونه

رادیو