



د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال اړ دي چې خپل ژوند له صفر نه پیل کړي او شته سرچینې او بودجه د دوی پراخې اړتیاوې نهشي پوره کولای.
اېر انډیا هوایي شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نږدې شپږ کلن ځنډ وروسته به د نوي ډیلي - چین ترمنځ الوتنې د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ میاشت کې بیا له سره پیل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه شرکت پلان لري چې د راتلونکي کال په وروستیو کې د ممبۍ-شانګهای ترمنځ هم الوتنې پیل کړي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس شمس الرحمن موسی وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله سږکال د پنبې حاصلات زیات شوي دي. هغه ویلي، روان کال په دغه ولایت کې پر ۲۱۵۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې او تمه کېږي چې تر ۸۶۰۰ ټنه ډېره پنبه ترې ترلاسه شي.
واشنګټن ته د محمد بن سلمان د سفر سره هممهاله ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا پر سعودي عربستان د F-35 جنګي الوتکې پلوري. ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل: «موږ به دا کار وکړو. موږ به پر سعودي عربستان د F-35 الوتکې وپلورو.»
د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چاور وزارت خبر ورکړی، په نیمروز ولایت کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۳زره او ۱۵۰ نشهيي ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات یې په چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نایني ویلي:« اسراییل اوسمهال د نوې جګړې په حال کې نهدی. د دښمن لپاره اصلي خنډ زموږ د وسلهوالو ځواکونو مخ په زیاتېدونکې او نوې وړتیاوې دي، چې ورته د نوې پرېکړې اجازه نه ورکوي.»
د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست خبر ورکړی، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یې د یوې ۷ کلنې ماشومې د جبري نکاح مخه نیولې ده. د یاد ریاست په وینا؛ د دغه ماشومې پلار هڅه کوله، چې خپله لور په زور واده کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، اوسمهال د دوی حکومت د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري. هغه دغه څرګندونې کابل کې د یو نندارتون پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان اوس غوره اقتصادي خوځښت کې دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون دوشنبه د (لړم ۲۶مه) خبر ورکړی، چې د پاکستان د پنجاب ایالت په اختر اباد ښار کې ناپېژانده وسلهوالو د زید په نوم د داعش خراسان څانګې یو مهم قوماندان وژلی دی. راپور وایي، وژل شوي کس د افغانستان په ختیځ کې ځینو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لاره.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۴۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۷۹۹۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یکشنبې په ورځ اسراییل د غزې ښار د خان یونس په ختیځه برخه برید وکړ، چې له امله یې درې فلسطینیان ووژل شول. اسراییل دارنګه د زیتون او رفح سیمې هم په نښه کړې. دا په داسې حال کې ده، چې (د تلې په ۱۸مه) د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي ځواکونو لږترلږه ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.