طالبان وایي، ننګرهار کې د ستروسو او ګیلاسو تر ۱۵۰ جریبه ډېر بڼونه جوړ شوي

پرون

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وایي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې یې د مالټو، لیمو او ګیلاسو ۱۵۹ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي. د هغه په وینا؛ دغه بڼونه د سره رود، چپرهار، مومند درې او خوږیاڼو ولسوالیو بڼوالو ته جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړې:« د ننګرهار اقلیم د ستروسو د ودې لپاره ډېر مناسب دی؛ نو د کرنې اداره هڅه کوي چې د دغه مېوو بڼونه پراخ کړي، چې د هېواد دننه اړتیاوې پوره او له بهرنیو وارداتو خلاص شو.»

نور خبرونه

رادیو