د یکشنبې په ورځ اسراییل د غزې ښار د خان یونس په ختیځه برخه برید وکړ، چې له امله یې درې فلسطینیان ووژل شول. اسراییل دارنګه د زیتون او رفح سیمې هم په نښه کړې. دا په داسې حال کې ده، چې (د تلې په ۱۸مه) د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي ځواکونو لږترلږه ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.
له بل پلوه پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې بیا ۶۹زره او ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

