د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې؛ ملګري ملتونه: د ستنېدونکو کډوالو لپاره وضعیت خورا کړکېچن دی

پرون

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال اړ دي چې خپل ژوند له صفر نه پیل کړي او شته سرچینې او بودجه د دوی پراخې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

دغه نړۍوال سازمان ټینګار وکړ، چې د ستنېدونکو کډوالو لپاره وضعیت خورا کړکېچن دی او د سرپناه برابرول د دغه کډوالو لپاره تر ستنېدو وروسته تر ټولو لومړۍ ستونزه ده چې دوی ورسره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو ستنو شویو افغان کډوالو د سرپناوو د نشتوالي له امله شکایتونو کړي وو.

نور خبرونه

رادیو