د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۳۵زره او ۴۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي چې پهکې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۹۸زره او ۵۲۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲زره او ۵۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۵زره او ۳۴۱ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۹زره او ۳۳ټنه توکي انتقال شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه انتقالاتو له ډلې یوازې ۵۸۸ټنه برخه صادرات جوړوي.

