د امریکا سرحدي ځواکونو د شمالي کارولینا په شارلوټ ښار کې له ۱۳۰ څخه ډېر بېاسناده کډوال نیولي دي. د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې ویاند راب بریسلي ویلي، دغه کسان د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه د بېاسناده کډوالو د نیولو لپاره د فدرالي عملیاتو په لومړیو دوو ورځو کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ټولو بېاسناده کډوالو تر اېستلو پورې به دغه عملیات روان وي.

