په بغلان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو. په دغه ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، ملاتړ او بازارموندنې په موخه جوړ شوی او صنعتکاران به په ۷۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.
له بل پلوه په بغلان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر عزت میر حقاني بیا ویلي، په دغه ولایت او نورو ګاونډیو ولایتونو کې د خوراکي توکو ګڼې کارخونې جوړې شوې چې له امله یې کورني تولیدات او لاسي صنایع وده کړې او دغه ډول نندارتونونه د بازارموندنې لپاره ګټور فرصتونه برابروي.

