په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي

پرون

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې دغه پېښه پرون سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سون توکو وړونکی یو موټر د افغان کډوالو د لېږدولو له دوو موټرو سره ټکر وکړ.

حال ویش زیاتوي: «دغه پېښه پرون سهار شاوخوا ۷بجې رامنځته شوې ده او د ټکر زور دومره زیات و، چې درې واړه موټر سخت زیانمن شوي او ورسره له افغان کډوالو ۱۴ کسان هم سخت ټپيان شوي دي.»
دا لا روښانه نه ده، چې دغه افغانان له افغانستان څخه ایران ته تلل که له ایران څخه هېواد ته ستنول کېدل.

لا تر اوسه ایراني چارواکو او همداراز طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو