په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال محمد بن سلمان د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې سعودي عربستان به د غزې د بیارغونې په برخه کې څومره مرسته وکړي وویل، چې وروستۍ اندازه لا تر اوسه د ارزونې لاندې ده.
ټرمپ سمدستي د هغه خبرې پرې کړې او زیاته یې کړه: «ډېرې پېسې به وي؛ دا موضوع د هغه لپاره ډېره مهمه ده.»
ټرمپ همدارنګه د غزې د نړۍوال تثبیت ځواک په اړه وویل: «زه فکر کوم چې له فلسطینیانو سره به مو ښې اړیکې وي. موږ تازه یوه جګړه هم درلوده، ډېره کامیابه او دا کار مو د ټولو په استازیتوب ترسره کړ. پایله یې فوقالعاده وه. اسراییل زموږ څخه غوره تجهیزات واخیستل.»

