د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نایني ویلي:« اسراییل اوسمهال د نوې جګړې په حال کې نهدی. د دښمن لپاره اصلي خنډ زموږ د وسلهوالو ځواکونو مخ په زیاتېدونکې او نوې وړتیاوې دي، چې ورته د نوې پرېکړې اجازه نه ورکوي.»
هغه زیاته کړه:« زموږ وسلهوال ځواکونه د تیار سئ په حال کې دي.» د نوموړي په وینا:« که دښمن یو بل احمقانه اقدام وکړي؛ نو پرېکنده ځواب به ترلاسه کړي. موږ د لا ډېرې پېچلې جګړې لپاره چمتو یو.»

