مایکروسافټ د ۴ ټریلیون ډالرو ارزښت ته په رسېدو د نړۍ دویم تر ټولو ارزښتناک شرکت شو

۳ ورځې مخکې

مایکرو سافټ شرکت د خپل تازه مالي راپور له خپرېدو وروسته، چې د بازار ارزښت يې ۴ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد له نویډیا وروسته د نړۍ دویم تر ټولو ارزښتانک سهامي شرګت شو.

د دې ارزښت یوه برخه د همدې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې د پانګونې پایله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، وروسته له هغه چې د مایکروسافټ ګټه د مخکېنيو اټکلونو څخه لوړه شوه د دې شرکت ونډې تر ۸ سلنه پورته او د نن ورځي د معاملاتو په پای کې شاوخوا ۴.۵ سلنه لوړې بندې شوې.

دا زیاتوالی تر ډېره د کلاوډ خدماتو د پلور او د دې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا وسیلو لکه کوپایلټ د تود هرکلي له کبله وه، هغه مرسته کوونکی او منځپانګه جوړونکې وسیله چې اوس هره میاشت له ۱۰۰ میلیونه څخه ډېر فعال کاروونکي لري.

مایکروسافټ دا هم وویل، چې دوی به د خپل نوي مالي کال په لومړۍ ربع کې د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټونو لپاره۳۰ ملیارد ډالر پانګونه وکړي، چې د شرکت په تاریخ کې ترټولو لویه برخه ده.

د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه مېتا او الفابت هم د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې خپلې پانګونې زياتې کړې دي.

د لویو امریکایي شرکتونو ترمنځ سیالۍ د ونډو بازار شاخصونه لوړ کړي او د امازون، انویډیا او ایپل په څیر شرکتونو د ونډو ارزښت يې لوړې کړی دی.

مایکروسافټ د اوپن ای اېله شرکت سره د پراخو همکاريو پر بنسټ د مصنوعي ځيرکتیا ځانکړتياوې د خپلو اصلي خدمتونو لکه افيس او کلاوډ خدماتو سره یو ځای کړې دي.

د دې شرکت د ونډو ارزښت له هغه وخت راهيسي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ماشيني خبرو سیسټم معرفي شو تر دوه برابره زيات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو