په فراه ولایت کې د طالبانو والي غوثالدین رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یوه کارکوونکي سره چې څو ډوله بېپېلوټه الوتکې یې جوړې کړې دي، لیدلي. نوموړي د بېپيلوټه الوتکو جوړوونکی ستایلی او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.
د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د دغه ځوان نوم ضیاءالحق یاد کړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت کارکوونکی دی.
د طالبانو د والي دفتر د دغې بېپيلوټه الوتکو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې ضیاءالحق څو ډوله بېپيلوټه الوتکې ډیزاین او جوړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي غوثالدین رهبر په حواله راغلي، چې د دغه نوښتونو د ودې او پرمختګ په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په ځانمرګو بېپيلوټه الوتکو جوړولو بوخت دي؛ داسې بېپیلوټه الوتکې چې د افغانستان له پولو څخه هاخوا هم بریدونه کولای شي.
په دې اړه مخکې «ډیلي میل» ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې دغه بېپيلوټه الوتکې د کابل ښار فونیکس کمپ کې جوړېږي.
داسې ښکاري، چې طالبان د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د خپلو پوځي وړتیاوو د عصري کولو او لوړولو په حال کې دي.