د نوې وزیرې نوم «ډیلا» دی، چې په البانیايي ژبه کې د «لمر» په مانا ده. ډیلا تر دې وړاندې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاټفورم«یي البانیا»په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.
د چارواکو په وینا، ډیلا به د عامه تدارکاتو څارنه کوي، د قراردادونو پروسه به پرمخ وړي او هڅه به وکړي چې دغه بهیر له فساد څخه پاک وساتي. د هغې اصلي موخه د عامه تدارکاتو د چارو چټکتیا، بشپړ شفافیت او حساب ورکونه بلل شوې ده.
د البانیا لومړي وزیر «اېډي راما»ویلي چې ډیلا د رشوت، ګواښونو یا په ادارو کې د اړیکو له پاللو څخه اغېزمنه کېدونکې نه ده او په همدې دلیل به یې کار د خلکو پر باور ښه اغېز وکړي.
خو د دې نوې ټاکنې په اړه په البانیا کې وېشلي نظرونه موجود دي. د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا اقدام «بې ځایه کار» بللی، خو یو شمېر څېړونکي او متخصصین باور لري چې که سم مدیریت شي، د شفافیت او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره ګټور تمامېدای شي.
په داسې حال کې چې اروپا کې البانیا د مصنوعي ځیرکتیا وزیره ټاکي، د اسیا په زړه افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي او لوړې زده کړې تړلې دي او د ښځو پر کار او بنسټیزو انساني ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي.