د اوراکل شرکت بنسټګر «لری الیسون» ۳۷۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په شتمنۍ په لرلو سره یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای پر ځای شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ده شتمني د «کلوډ» قراردادونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې له امله په بېساري ډول لوړه شوې ده.
د اوراکل شرکت په تېرو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پراختیا تمرکز کړی او له سترو نړیوالو شرکتونو لکه «مېتا، اوپناېاي او اېکس اېاي»سره یې د میلیاردونو ډالرو قراردادونه لاسلیک کړي دي. د دغو قراردادونو په پایله کې د اوراکل د شرکت ونډې له ۳۵سلنې ډېرې لوړې شوې دي.
کارپوهان وایي چې دا پرمختګ نه یوازې الیسون د نړۍ تر ټولو بډای کس ګرځولی، بلکې د ټکنالوژۍ په ډګر کې یې د ده د نفوذ او اغېز ځواک هم لا پسې پیاوړی کړی دی.
دغه پرمختګ د نړیوالو مالي بازارونو او رسنیو پام هم ور واړاوه او الیسون یو ځل بیا د ټکنالوژۍ د نړۍ د اغېزمنو څېرو په سر کې راغی.