د یوې بې پيلوټه الوتکې جوړوونکی: په همدې برخه کې باید موږ ته د زده کړو زمینه برابره شي

۳ ساعتونه مخکې

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دوو ځوانانو C130 ډوله امریکايي الوتکه په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده.

دغه ځوانان چې برکت اله اکبري او احمد شجاع اکبري نومېږي، له اړوندو مسوولینو غواړي چې په همدې برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کریم الله وثیق د دغو دوو نوښتګرو ځوانانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د پرمختګ او نورو ورته پروژو په برخو کې همکاري وکړي.

کریم الله وثیق زیاته کړه: «تاسو د ډېر څه وړتیا لرئ، هڅې مو مه بندوئ او خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړئ.»

دغه نوښتګر ځوانان وايي، دغه C130 ډوله امریکايي الوتکه یې په ۸ میاشتو کې جوړه کړې او ټولټال ۲ کیلوګرامه وزن لري او د ۱۰۰ ګرامه نور وزن د لېږدولو وړتیا لري او همداراز د ۷۰۰ په ارتفاع سره الوتنه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو د محدودولو ترڅنګ د عصري زده کړو پروړاندې منفي نظریات هم شامل دي.

یو شمېر طالب چارواکي عصري زده کړې د دې ډلې د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.

د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.

نور خبرونه

رادیو