ایلن ماسک د روسیې له خوا پر اوکراین د حملې پر مهال د«سټارلېنک»انټرنېټ پوښښ بند کړی و

۱۶ ساعتونه مخکې

ایلن ماسک، د «ایکس سپېس» شرکت بنسټ‌ایښودونکي، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې خپلو کارکوونکو ته لارښونه کړې وه چې د«سټارلېنک»انټرنېټ پوښښ د اوکراین په ضد حملې پر مهال، د خرسون سیمې په ګډون نورو سیمو کې بند کړي.

دغه پرېکړه د اوکرایني ځواکونو د اړیکو پرې کېدو، د ډرون عملیاتو ګډوډېدو، او د یوې روسي پوځي پوستې د محاصرې په هڅه کې د ناکامۍ لامل شوې وه.

رویټرز لیکلي، دا اقدام ماسک هغه مهال د دې له وېرې وکړ چې ښايي روسیه په غبرګون کې اټومي وسلې وکاروي.

دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د جګړې پر مهال د ماسک مستقیم رول په « سټارلېنک» سیستم کې د بندېدو په توګه راپور ورکول کېږي.

ماسک تر دې وړاندې په خپل ټولنیز پلاتفورم "ایکس" کې دا رد کړې وه چې ګواکې نوموړي د«سټارلېنک»خدمات بند کړي و، خو اوسنی راپور د دې بحث لامل شوی چې د پوځونو او حکومتونو د مهمو مخابراتي سیستمونو پر شخصي مالکیت او کنټرول باید بیا غور وشي.

راپور وایي، د دې ډول واک تمرکز یوازې په یوه فرد باندې "خطرناک" ګڼل کېږي.

په اوکراین کې، دواړه اړخونه د جګړې لپاره د ډرون او ټېکنالوژۍ پر بنسټ عملیاتو باندې تکیه لري، او د انټرنېټ نشتون کولای شي پوځي تګلارو ته لوی زیان ورسوي.

نور خبرونه

رادیو