انټرنېټ د نننۍ نړۍ د وینې د رګونو په څېر دی. کله چې دا رګ پرې شي، ټولنیز ژوند، اقتصاد، زدهکړې او ان رواني وضعیت په ټپه درېږي. افغانستان چې له وړاندې د جګړې، سیاسي ناورین او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د نوري فایبر پرې کېدو له امله د یوې نوې بحراني څپې شاهد دی.
په لومړي نظر کې انټرنېټ یوازې د اړیکو وسیله ښکاري، خو د بندېدو اغېزې یې خورا ژورې او څو اړخیزې دي. د رسنیو له چوپتیا نیولې تر نړۍوالې انزوا پورې، د ژوند هره برخه په مستقیم ډول ټکنۍ شوې ده.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر نېږدې څلرویشت ساعته کېږي چې په ټول افغانستان کې انټرنېټ بند دی او د تېرو نېږدې شلو کلونو د اړیکو وسیلې، کاري وسایل، معلوماتي اسباب او اقتصادي اړیکې په ټپه ولاړې دي؛ خو طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
۱. رسنۍ – د چوپتیا ناورین
د خبریالۍ بنسټ د انټرنېټ پر سرعت ولاړ دی. کله چې دا لاره بنده شي، خبري ادارې نه شي کولای پر وخت راپور خپور کړي.
دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزون څخه نیولې تر ټولو خصوصي رسنیو پورې ډیجیټلي خپرونې ځنډول شوي او معلوماتو ته پر وخت لاسرسی نه کېږي.
یو شمېر رسنۍ چې په بهر کې د خپرونو امکانات لري، په ابتدايي بڼه یې خپلې انټرنېټي خپرونې پیل کړي دي، خو خلک معلوماتو ته لاسرسی نه لري.
۲. زدهکړې – تړلې دروازې
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ګڼو نجونو بهرنیو انلاین کورسونو او پوهنتونونو ته مخه کړې وه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته محصلین له نړۍوالو کورسونو او انلاین صنفونو بېبرخې شول. د نجونو لپاره هغه یوازینۍ لاره چې د کور څخه به یې زدهکړې کولې، په بشپړه توګه وتړل شوه.
دغې چارې زرګونه نجونې او هلکان د زده کړو له ځنډ سره مخ کړي دي.
۳. بورسونه – له راتلونکي بېبرخې کېدل
ډېری افغان محصلین د بهرنیو بورسونو غوښتنلیکونه انلاین لېږي. د انټرنېټ بندېدل د هغوی د ژوند پلانونه له منځه وړي.
دا مهال هېڅ افغان زده کوونکی نه شي کولی، چې له خپل اړوند پوهنتون سره اړیکې ونیسي، د خپل سکالرشیپ په اړه پوښتنه وکړي او یا هم د پوهنتون پیغام تر لاسه کړي.
۴. اقتصاد – د سوداګرۍ سقوط
د افغانستان د ګمرکاتو سیستم د اسکوډا پر بنسټ تنظیمېده چې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته په ټپه ودرېد. د افغانستان د سوداګرۍ خونې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په بشپړ ډول پرې شوې دي.
ګڼ سوداګر په انفرادي ډول له خپلې سوداګرۍ او اموالو ناخبره دي. انلاین پلورنځي چې ورو - ورو رواجېدل، فلج شول.
د مالیې وزارت ډیجیټلي اړیکې له بانکونو او اړوند ګمرکاتو او مستوفیتونو سره په بشپړ ډول پرې شوي، چې دا چاره پراخ فساد ته زمینه برابروي.
۵. بانکي خدمتونه – د پېسو د انتقال ځنډ
د انټرنېټ له بندیز سره انلاین بانکي تادیات او د موبایل بانکي خدمتونه بند شول. خلک د ساده حوالې لپاره هم حضوري بانکونو ته ځي، چې د اوږدو لیکو سبب ګرځي.
همدا راز له بهره په ویسټرن یونین او منيګرام د پېسو انتقال ستونزمن شوی دی.
۶. صرافان – له نړۍوال بازاره بېخبري
صرافان چې د اسعارو د تازه نرخونو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري، په تیاره کې پاتې دي. دا د اسعارو په مصنوعي لوړوالي او ټیټوالي کې رول لري.
دا مهال د کابل د شهزاده سرای صرافان په وېره کې دي، ځکه له نړۍواله بازاره بې خبره دي او د اسعارو په اړه له معلوماتو پرته تبادله ښايي پانګې ته زیان ورسوي.
۷. کورنۍ اړیکې – د کورنۍ له غړو بې خبري
افغانستان له لسګونو کلونو را په دېخوا د پراخو کډوالیو شاهد دی او میلیونونه وګړي دا مهال له افغانستان څخه بهر دي، چې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شي نیولی.
دا چاره له رواني او اقتصادي اړخه زیان پېښوونکې ده. د کورنیو غړي نه شي کولی چې خپلو کورنیو ته پېسې ولېږي او یا هم د پېسو د لېږد معلومات ورکړي.
۸. روغتیا – د مرستندویه ادارو او ټېلېمدیسن سقوط
د افغانستان روغتیايي سیستم د نړۍوال روغتیايي پروګرام په مرسته تنظیمېږي او ۹۹ سلنه روغتونونه د موسساتو له خوا کنټرولېږي، چې د انټرنېټ په نه موجودیت کې د اړیکو، اداري خدماتو او معلوماتو د انتقال له خنډ سره مخ دي.
همداراز په وروستیو کې په افغانستان کې ټیلي میډیسن هم مخ پر ودې و، چې یو شمېر بهرنیو ډاکترانو به په افغانستان کې دننه د ټیلي میډیسن پروګرام له لارې د ناروغانو درملنه کوله؛ خو اوس ډاکتران نور نشي کولای چې په افغانستان کې ناروغانو ته انلاین مشورې ورکړي.
۹. بېړني خدمات – سست غبرګون
د ګڼو مرستندویه موسساتو له لوري د امبولانس خدمات ډیجیټل شوي وو او دې چارې د زیان پر وخت د چټک غبرګون سرعت زیات کړی و. دا مهال امبولانسونه او د اور وژنې خدمتونه د همغږۍ لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. د انټرنېټ د بندېدو له امله ځنډ د خلکو د ژوند د ضایع کېدو لامل کېږي.
۱۰. بشري مرستې – بندې شوې لارې
د افغانستان نېږدې ۳۰ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ټول نړۍوال سازمانونه او مرستندویه ادارې خپلې چارې د انټرنېټ پر مټ سمبالوي، خو که انټرنېټ همدا ډول بند وي نو د بشري مرستو بهیر په ټپه درېږي.
دا مهال په افغانستان کې د ټولو بشري ادارو چارې په ټپه درېدلې دي، نړۍوال سازمانونه لکه د سرې میاشتې ټولنه یا یونېسف د پروژو همغږي نه شي کولی او د مرستو وېش ټکنی شوی.
۱۱. کرنه – له موسم او بازاره بې خبري
د افغانستان په کرنیزو برخو کې هم ګڼې موسسې او شرکتونه کار کوي، چې چارې یې ډیجیټل او پر انټرنېټ ولاړې دي. مسلکي اشخاص د هوا د حالاتو، بارانونو او کرنیزو بازارونو تازه خبرونه نه شي ترلاسه کولی.
۱۲. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي – بې کاري
په افغانستان کې سلګونو ځوانانو خپل ورځنی عاید له یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو څخه تر لاسه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته دغو ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
دې چارې نه یوازې په داخلي لیدونکو تاثیر کړی، بلکې له هېواده بهر افغانان هم نه شي کولی چې د افغان یوټیوبرانو نوي پروګرامونه پر یوټیوب یا نورو ټولینزو رسنیو وڅاري.
۱۳. معلومات – د علمي تبادلې بندېدل
د انټرنېټ له بندیز سره دا مهال په افغانستان دننه هېڅوک نه شي کولی چې نویو څېړنو، علمي بحثونو او په نړۍ کې له تازه علمي بدلونونو څخه خبر شي.
همداراز څېړنیزې چارې ټکنۍ شوې دي، ځکه چې څېړونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.
۱۴. ښوونیزې خپرونې – چوپ چاپېریال
وېبنارونه، انلاین کنفرانسونه، د نجونو د ښوونځي پر لیکه ویډیوګانې او د ښوونې پروګرامونه په بشپړ ډول درېدلي دي.
یو شمېر رسنیو د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ځینې انلاین کورسونه جوړ کړل چې پېغلو او ځوانانو ترې ګټه پورته کوله، خو د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم سقوط شوې.
۱۵. ټرانسپورټ – د اپلیکیشنونو سقوط
په افغانستان کې د ټېکسي انلاین خدمات او کورونو ته د توکو د لېږد پر لیکه بازار په ابتدايي بڼه تجربه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم په ټپه ودرېدلې.
انلاین ټکسي خدمتونه لکه "راید" یا "هادي ټکسي" نور کار نه کوي. خلک بېرته د سړک پر سر اوږدو انتظارونو ته اړ دي.
۱۶. هوایي چلند – ټکټونه یوازې حضوري
په افغانستان کې د انټرنېټ له پراختیا سره خلکو کولی شول، چې په انلاین ډول د مسافرت ټېکټ واخلي او د پروازونو په تړاو معلومات تر لاسه کړي، خو د انټرنېټ له بندیز سره مسافر د انلاین ټېکټ اخیستو پر ځای باید حضوري د ټېکټ ایجنټانو ته مراجعه وکړي، خو د ټېکټ اجنټان هم انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، نو خلک مجبور دي چې یوازې د اریانا او کام ایر شرکتونو استازولیو ته مراجعه وکړي، چې له امله یې د ټېکټ اخیستو بهیر ستونزمن شوی دی.
۱۷. سفر – نړۍوالې الوتنې بېخبره
د کابل پر هوايي ډګر ګڼې نړۍوالې الوتنې لغوه شوي، خلک نه شي کولی چې له خپل بهرني سفر څخه بشپړ معلومات تر لاسه کړي، همداراز مسافر نه پوهېږي چې الوتنې ځنډېدلې دي او که نه.
د بهرنیو الوتکو ټېکټ اخیستو ته لاسرسي محدوده شوې ده او د بهرنیو الوتکو راتګ هم ځنډېدلی دی.
۱۸. استخدام – د انلاین دندو سقوط
په وروستیو کلونو کې ګڼو ځوانانو انلاین دندې پیل کړې وې، چې ځینو یې له بهرنیو موسساتو او ځینو له کورنیو شرکتونو سره کار کاوه، چې د انټرنېټ بندیز دا چاره هم په ټپه درولې ده او زرګونه ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
همدارنګه یو شمېر ځوانانو چې انلاین به یې دندې ته اپلای کوله، نور دا چانس نه لري.
۱۹. مرستندویه ټولنې – په راپور ورکونه کې ګډوډي
ګڼ مرستندویه سازمانونه خپلو نړۍوالو تمویلوونکو ته راپورونه نه شي لېږلی. د مرستو له بهیره څار سخت شوی. تصمیم نیونه او راپورو ورکونه هم د انټرنېټ پر مټ کېده چې دا وړتیا هم له لاسه وتلې ده.
۲۰. ډیپلوماتیکې اړیکې – پرې شوې لیکې
په افغانستان کې مېشت سفارتونه له خپلو مرکزونو سره انلاین اړیکه نه لري. همدارنګه یو شمېر سفارتونو لکه پاکستان د وېزې خدمات د انټرنېټ د نه موجودیت له امله په ټپه ودرول.
د طالبانو او هغو سفارتونو چې د دوی تر کنټرول لاندې دي اړیکې پرې شوې دي، دوی یوازې د ټلیفون له لارې کولی شي اړیکه وکړي چې مصارف یې لوړ او کیفیت یې کم دی.
۲۱. حقوقي او معلوماتي خدمات – بندې مشورې
د افغانستان هغه خلک چې په بهرنیو هېوادونو کې حقوقي او د کډوالۍ قضیه لري، نه شي کولی چې له خپلو اړونده ادارو او وکیلانو سره اړیکه وکړي.
همدارنګه هغه شرکتونه او موسسې چې له بهرنیو حقوقي ادارو سره کار کوي بې اړیکې شوې دي.
۲۲. تخنیکي سکټور – د ای ټي متخصصین بې کاره شول
په افغانستان کې ګڼ کورني او بهرني د IT شرکتونو فعالیت لاره چې دا مهال نشي کولای له خپلو نړۍوالو مشتریانو سره اړیکه وساتي.
دې چارې د ای ټي سکټور له سقوط سره مخ کړی او هېڅ ډول کاري ساحه یې پر مخ نه ده پاتې.
۲۳. رواني فشار – خپګان او یوازېتوب
د اړیکو پرې کېدل خلک په ژور خپګان کې اچوي. د بېلګې په توګه یوه مور چې له بهر مېشتي زوی سره خبرې نه شي کولی دا د اندېښنې او ژور خپګان ښکاره بېلګه ده.
همداراز د افغانستان خلک دا مهال داخلي اړیکې هم یوازې د موبایل له لارې تنظیمولی شي او نه شي کولی چې تصویري خبرې وکړي.
۲۴. نړۍوال حضور – خاموش افغانستان
افغانستان دا مهال د نړۍوالې ډیجیټلي نقشې څخه ورک شوی. هېڅ غږ او هېڅ خبر ترې په نړۍوال سټیج د راوتلو جوګه نه دی.
د افغانستان د خلکو پر اړتیا، لوږې او روان کړکېچ د نړۍ نور خلک نه شي خبرېدلی، چې له امله یې خلک به ګڼو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.
۲۵. د خلکو ورځنی ژوند – له نړۍ سره شلېدلی اتصال
دا مهال په افعانستان کې د ژوند تر ټولو ابتدایي مسایل هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي او د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو اړیکه له نړۍ سره شلېدلې ده.
دا چاره په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې لوی او نه جبرانېدونکی تاوان لري، چې له امله راپېښېدونکی زیان د ژورې اندېښنې وړ دی.
انټرنېټ یوازې یو تخنیکي خدمت نه دی، بلکې د ټولنې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره بنسټیزه اړتیا ده. د دې پرې کېدل د افغانستان خلک له نړۍ جلا کړي او د هېواد پر راتلونکي یې توره پرده غوړولې ده.
کارپوهان ټینګار کوي، چې بدیلې لارې لکه د سټلايټ انټرنېټ (Starlink)، د سیمهییزو راډیويي شبکو پراختیا او د نړۍوالو فشارونو راوړل باید د حل برخه وي، څو افغانستان د ډیجیټلي تیارو له دې اوږده شپې ووځي.