د چین دولتي دفاعي شرکت نورینکو د فبرورۍ په میاشت داسې جنګي روباټ نندارې ته وړاندې کړ، چې په ساعت کې ۵۰ کیلومټره چټکتیا لري او د جنګي ماموریتونو مدیریت کوي. دغه روباټ د ډيپسيک نومي مصنوعي ځیرکتیا په مرسته چلېږي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، چې چین په چټکۍ سره ډيپسیک په خپلو پوځي سیسټمونو کې ځای پر ځای کوي او غواړي چې له امریکا سره د پرمختللې جګړې په سیالۍ کې ځان برلاسی کړي.

