

د قزاقستان د اوبي سرچینو او اوبو رسونې وزارت د ارال سمندر او جهیل د ساتنې لپاره له طالبانو سره د همغږۍ او اړیکو پلان اعلان کړی دی.
په بلخ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په څلورو ولسوالیو کې یې د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په موخه د ملخانو د مخنېوی کمپاین پیل کړی او په لومړۍ څپه کې به زارۍ ولسوالۍ له دغه طبیعي ناورینه وژغورل شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په بدخشان ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله یو کس مړ او درې نور ورک دي. د دغه اژانس په راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو په بدخشان ولایت کې د سر زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص د اکبر موسسې له مسوول نمیک حیدروف سره په لیدنه کې ویلي، دغه ډله هڅه کوي چې نړۍوال قانع کړي، څو د افغانستان تعلیق شوې پروژې بېرته پیل او پلي کړي.
د قرغیزستان پارلمان (جوګورکو کینیس) چې د عالی شورا په نامه یادیږي،د افغانستان د قوشتېپې کانال د جوړولو پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده.
د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د دې ډلې د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره اقدامات وشي. د طالبانو کابینې د بې کیفیته تېلو واردولو د مخنیوي لپاره یو پلاوی ټاکلی چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره کار وکړي.
د ایران د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان پولې ته څېرمه په ۵۰ کیلو مترۍ کې د باران لپاره د دوعا لاسونه پورته کړل. د ایران جنوبي خراسان هغه سرحدي ولایت دی، چې وچکالۍ سخت ځپلی او که بارانونه ونه شي نو کروندې یې د له منځه تلو په حال کې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت سره د مخ ۳۳ مېلیونه خلکو په اړه د سور صلیب راپور رد کړ. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د سور صلیب دغه راپور بې بنسټه دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړېوال سازمان (ایف اې او) وایي، چې په افغانستان کې د طبیعي یخچالونو چټک ويلې کېدل په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون لامل شوی چې له همدې امله یې د اوبو لګولو سیسټم او د خوراکي توکو لولید له کواښ سره مخ کړی دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم په کابل کې د لوړپوړو ودانیو د جوړېدو په زیاتېدو نیوکه کړې او وایي، چې د څو کسانو د ګټې لپاره باید په میلیونونو انسانانو د ژوند ساحه تنګه نه شي.
افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده. د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دغه بودجه د چاپیریالي اسانتیاوو نړیوالې ادارې لهخوا د کم وده هېوادونو صندوق شورا ناسته کې تصویب شوې ده.
په سویس کې د هوا د کیفیت څارونکي مرکز راپور ورکړی، چې هند، پاکستان، بنګلهدېش، کانګو او چاډ د نړۍ د ترټولو ککړې هوا لرونکي هېوادونه دي.
امو سیندد تاجکستان، افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي او پخواني ارال سمندر ته توییږي او د دې اوبو د وېش هر ډول بدلون د یادو هېوادونو پر ایکوسیستمونو او اقتصاد جدي اغېزې کولی شي. د قرغیزستان ماښام بیشکک رسنۍ وايي، اوبه د نوې زمانې تېل دي او ددې لپاره سیالي پیل ده.