د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی او دا حالت د هېواد پر کرنې او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي.
د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان د دوشنبې په ورځ (د غویي لومړۍ نېټه) دغه راز له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې ستونزې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) د اقلیم بدلون له سلاکارې چیرټي واټسن کړې دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا لیدنه د افغانستان د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.
ښاغلي فیضان په دې کتنه کې په افغانستان کې د اوبو پر کمښت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
اخوا، د یوناما د اقلیمي بدلون سلاکارې بیا ویلي چې بنسټیزه موخه یې د کرنې او اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ دی.
د هغې په خبره: «د څښاک د اوبو حوزې مدیریت د ملګرو ملتونو ادارې د ماشومانو ملاتړ صندوق يا( يونېسف) ته سپارل شوی، د اوبو لګولو چارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف اې او)، د اوبو سرچینې نړۍوال بانک ته او د ګډو اوبو مدیریت یوناما ته سپارل شوی دی.»
د افغانستان وچکالۍ او اقلیمي بدلون طالبان په داسې حال کې اندېښمن کړي، چې له څلورو لسیزو زیاتې جګړې، تاوتریخوالي او د چاپېریال مسلو ته په پراخه کچه نه پاملرنې افغانستان په یوه ککړه، وچه او د نه اوسېدو ځمکه بدل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې لا له وړاندې وچکالۍ د افغانستان ډېر شمېر وګړي ځپلي او د هغوی د عایداتو سرچینې چې کرنیز محصولات دي، د اوبو د کچې د ټېټېدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې د ډېریو کورنیو لپاره یوازیني خواړه چې دوی یې لري، هغه خواړه دي چې دوی په خپلو ځمکو کې کرلي دي او د عایداتو یوازینۍ سرچینه یې هغه پیسې دي، چې دوی یې د خپلو کرنیزو محصولاتو له لارې تر لاسه کوي.
د دې سازمان په خبره، په افغانستان کې وچکالي او د حاصلاتو له منځه تلل خلک له لوږې سره مخامخ کوي او اقتصادي ستنې یې کمزورې کوي.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې بیا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
طالب چارواکو تل ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه؛ بلکې له بشري اړخه وګوري.